د پنجشېر جګړه؛ «طالبان ملکي وګړي شکنجه کړي، وژلي او یا یې هم له ځان سره وړي» په پنجشېر کي د طالبانو د والي ویاند: «د نیول شویو کسانو په اړه شک موجود و»

لخوا Aamaj News

په پنجشېر کې د طالبانو له مرګ ژوبلې وروسته سرچینې آماج ته وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې ملکي وګړو په وژني، ځوروني او نیولو لاس پوري کړي دي.

د سرچینو په وینا، طالبانو د پنجشېر ولایت د دره ولسوالۍ په عبدالله خېلو دره کې د یوې مېرمني په ګډون اته ملکیان وژلي دي.

سرچینې تاییدوي چي طالبانو د مقاومت د جبهې له ځواکونو سره په نښته کي له ناکامۍ وروسته د ملکي وګړو په پراخو وژلو او نیولو لاس پوري کړي دي.

له بلې خوا د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسئول، علي میثم نظري په یوه ټویټ کي لیکلي چې په پنجشېر، اندراب او تخار کې د طالب جنګیالیو له وژل کېدو وروسته طالبانو په زرګونو جنګیالي پنجشېر ته استولي او ملکي وګړي یې یرغمل کړی او یو شمیر یې وژلي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د پنجشېر په څو ولسوالیو کې له تېرې جمعې راهیسي د ملي مقاومت جبهې د ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختي نښتي رواني دي.

د مقاومت جبهې ویاند، صبغت‌الله احمدي ادعا کوي چې په پنجشېر کي د نښتو په پایله ۲۲ طالبان وژل شوي او شپږ نور يې ژوندي دمقاومت کوونکو په لاس نیول شوي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو د والي وياند هم د وسله والو طالبانو له خوا د ملکي وګړو د وژل کېدو د تاييد پرته وويل چي يو شمېر کسان يې د شک په تور نيولي دي.

خو طالب وياند، ذبيح‌الله مجاهد په پنجشېر کې د نښتو په ردولو وايي چې په دغه ولايت کې زرګونه سرتېري له تجهيزاتو سره شتون لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ