د مقاومت جبهه: تېره شپه مقاومت کوونکو د پنجشېر په تاواخ کلي کې ۱۲ طالبان ووژل

لخوا Aamaj News

د مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مسئول، علي میثم نظري وايي، تېره شپه د دې جبهې ځواکونو د پنجشېر د تاواخ په کلي کې تر ۱۲ ډېر طالبان په یوه کمین کې وژلي دي.

هغه په یو ​​​​ټویټ کې لیکلي: «د خلکو نسل وژنه هیڅکله زموږ مورال نه ماتوي، بلکې زموږ اراده د دغي جنایتکاري ډلي څخه د هیواد خلاصون لپاره لا پیاوړي کوي.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ