تخار کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې د یاد ولایت نمکآب ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې د چریکیانو د طالبانو په یو سنګر د برید په پایله کې اته طالبان وژل شوي او درې تنه نور یې ټپیان شوي.
د سرچینې په وینا دا برید تېره شپه (سه شنبه د وږي لومړۍ) د نمکآب – تالقان سړک په اوږدو کې د نمکآب ولسوالۍ شولش دره سیمه کې ترسره شوی دی.
د سرچینې په خبره یاده سیمه کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ نښتې ۴۰ دقیقې دوام کړی دی.
سرچینې زیاته کړې چې یاد برید کې د مقاومت جبهې ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.
طالبانو تر اوسه د دې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.
1 تبصره
Turkey’s natural wonders are waiting to be explored – discover them all with the help of our website.