د افغانستان آزادو رسنیو ملاتړ کوونکي بنسټ یا نی د طالبانو لخوا د طلوع نیوز کارکوونکو د نیولو په غبرګون کې ویلي: «هغه څه چې د طلوع نیوز کارکوونکو په وړاندې ترسره شوي، په ښکاره ډول د ټولهییزو رسنیو قانون او خبریالۍ اصولو نقض ښکارندوی دی.»
د نی په اعلامیه کې راغلي؛ چې د طلوع نیوز کارکوونکو نیول د طالبانو د ژمنو خلاف کړنه ده.
په دې اعلامیه کې یادونه شوې؛ چې د طلوع نیوز کارکوونکو نیول په داسې حال کې کېږي، چې پنجشنبه ورځ د خبریالانو فدراسیون او رسنیزو بنسټونو د خبریالانو له ملي ورځې څخه نمانځنه وکړه.
دغه بنسټ زیاته کړې: «دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې ذبیحالله مجاهد د ټولهییزو رسنیو د قانون پر نافذ کېدو ټینګار وکړ.»
دغه بنسټ له طالبانو غوښتي؛ چې د طلوع نیوز کارکوونکي آزاد کړي، ځکه ورته کړنې د رسنیو تر منځ د وېرې او ځاني سانسور لامل کېږي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې تېره شپه (پنجشنبه د کب ۲۶مه) د طالبانو استخبارات طلوع نیوز ته دننه شوي او یاد ټلویزیون د خبر مسوول خپلواک ساپی، د خبر او سیاسي خپرونو پر مخ وړونکی بهرام امان او حقوقي سلاکار نافع خلیق یې نیولي.
بل پلو د طلوع نیوز پخواني رییس، لطفالله نجفیزاده په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې خپلواک ساپی او نافع خلیق له پلټنو وروسته بېرته آزاد شوي، خو بهرام امان اوس هم د طالبانو په بند کې دی.
طالبان تر اوسه چُپ دي.
3 تبصرې
Fibrinogen function can be measured using a special TEG assay containing a platelet inhibitor, but this approach seems to be more popular in Europe currently Harr 2013 best place to buy cialis online
Effective surveillance systems for transfusion transmitted diseases are important to keep the blood supply safe 2, 21 cialis from usa pharmacy
A prospective study of cryoablation is warranted to define the role of cryoablation in the overall treatment of EAD tumors cialis coupon Specialty Customer Pricing