رحمتالله نبیل، د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر په ټویټر کې لیکلي چې د طالبانو درې جګپوړي چارواکي د خپل منځي اختلافاتو د هواري په موخه کندهار ولایت ته تللي چې د طالبانو له مشر ملا هبت الله سره لیدنه او خبرې وکړی.
هغه زیاته کړه چې ملا عبدالغني برادر، سراج الدین حقاني او ملا یعقوب مجاهد د طالبانو درې جګپوړي غړي وو چې د خپل منځي اختلافاتو د حل لپاره د ملا هبت الله لیدو ته لاړل.
نوموړي ویلي چې دوه طالب چارواکي کندهار ته رسېدلي او ټاکل شوې چې ملا یعقوب له هرات ولایت څخه بېرته کندهار ته ستون شي.
د ملي امنیت پخواني رئیس همداراز زیاته کړه چې د سفر یو بل هدف هم د کابینې د اصلاح لپاره د هبت الله قانع کول د طالبانو په رسمیت پیژندلو لپاره د نړیوالو تایید ترلاسه کول دي.
ښاغلي نبیل ویلي دي چې د دغو اصلاحاتو پر بنسټ، ټاکل شوې چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور، د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق واثق او یو شمېر نور طالب مشران له دندو ګوښه شي.
د رحمت الله نبیل دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ملا برادر او حقاني شبکې ترمنځ د ژورو اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي دي ،هغه ادعا چې طالبانو تل رد کړې ده.