نبیل: په حقیقت کې طالبان بزدله، مزدوران او په ورته وخت کې مستبد دي، نه فاتح

لخوا Aamaj News

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل په خپل ټویټر پاڼه لیکلي: “هغه حکومت چې په هره غونډه او راټولېدنه کې د نړۍ د ۴۸ هېوادونه ماتې د خلکو کې یادوي؛ خو د څو عدالت غوښتونکو نجونو له حق غوښتنې تر دې حده په ویره کې وي چې د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو تر پښو لاندې کولو سره د دغه عدالت غوښتونکو په وهلو، ډبول او ځورولو لاس پورې کړي؛ دوه مطلبه واضح کوي.”

د نوموړي په وینا؛ په حقیقت کې طالبان بزدله، مزدوران او په ورته وخت کې مستبد دي، نه فاتح.

نبیل زیاته کړې؛ چې طالبان په بشپړ ډول د افغانستان له عنعنو او کلتور سره بېګانه دي.

نوموړي د یاد مطلب په پای کې ویلي چې د وروستیو څلوېښت کالونو تجربو دا وښودل چې د ورته حکومتونو دوام ناشونی دی.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

Gaza and its Resistance to Israel's Brutal Attacks November 30, 2023 - 2:15 pm

I really like reading through a post that can make men and women think. Also thank you for allowing me to comment!

ځواب
Get the facts December 4, 2023 - 10:18 am

… [Trackback]

[…] Info on that Topic: aamajnews24.com/ps/nabil-7/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ