نبیل: ملا برادر او ملا یعقوب په یو پټ سفر روسیې ته تللي

لخوا Aamaj News

د افغانستان ملي امنیت پخواني رئیس، رحمت‌الله نبیل په یو لړ ټویټونو کې ادعا کړې، چې د طالبانو حکومت د صدراعظم ملا محمد حسن آخند، لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر او د فاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد اوسمهال د یو پټ سفر په لړ کې روسیه کې دي. 

دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان متقي په رهبرۍ د طالبانو حکومت یو هیئت په ناروې کې د اُسلو په غونډه بوخت دی. 

خو نبیل د خپلې ادعا په اړه لا زیات مالومات نه دي ورکړي. 

طالبانو هم په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. 

دا په داسې حال کې ده؛ چې تازه روسیې طالبان هڅولي تر څو د قومي جګړو په دام کې له لوېدو مخنیوی وکړي او ټولشموله حکومت جوړ کړي. 

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ