د افغانستان ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل ادعا کړې ده، چې د طالبانو رهبر ملا هبتالله کندهار کې له خپلو نږدې کسانو یوه ۴۰ زره کسیزه پوځي ډله جوړه کړې ده.
نبیل تېره ورځ د طالب مشرانو ترمنځ د اختلافونو رامنځته کېدو ته په اشارې سره ویلي، چې ملا هبتالله پوځي او جنګي تجربه نه لري او دا ۴۰ زره کسیزه ډله یې د دې ډلې غړو ترمنځ د تاوتریخوالو له ډېرېدو او د «بې باورۍ» فضا له رامځته کېدو وروسته جوړه کړې ده.
د نوموړي په وینا، په تېر یو کال کې د دې پوځيانو د مالي لګښت لپاره د طالبانو رهبر د دې طالبانو له مالیې وزارت ۶۰ میلیارد افغانۍ ویستلې او مصرف کړې دي.
د افغانستان ملي امنیت پخواني رییس د طالبانو مالیې وزارت هدایت الله بدري د استعفا په اړه چې تر اوسه د دې ډلې د ویاندویانو لخوا منل شوې نه ده، زیاته کړې، چې ملا هدایتالله بدري د «ملا هبتالله له پتې په مستقیم او نامناسب ډول د پیسو غوښتلو» له امله استعفا ورکړې ده.
ورته وخت نبیل ادعا کړې ده، چې د طالبانو مالیې وزارت وړاندیز کړی وو، چې د روڼتیا لپاره راتلونکي کې ټولې پیسې د بانکي حسابونو له لارې ورکړل شي؛ خو د نوموړي په وینا، د طالبانو رهبر او نږدې کسانو یې د پیسو په نقد ډول ورکولو ټینګار کړی دی.
نوموړي همداشان زیاته کړې، چې د طالبانو مالیې وزیر د دې مسالې له امله «پایله کې مجبور» شوی له خپل مقام استعفا وکړي.
د افغانستان ملي امنیت پخواني رییس په وینا، شااوخوا ۶۰ میلیارد افغانۍ چې تېر یو کال کې له مالیې وزارت څخه د « هبتالله له پتې په بېلابېلو بهانو، د بېلا بېلو کسانو او بېلابېلو نومونو لخوا» ویستل شوي، شااوخوا د ګمرګ د ټولو عوایدو ۵۰ سلنه جوړوي.
د رحمتالله نبیل دا ادعا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ د طالبانو مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې ملا هبتالله آخندزاده د دې وزارت د ګمرکاتو مسوولینو په ګډون د دې وزارت له چارواکي له هدایتالله بدری پرته غوښتي وو.