د ملي امنیت پخوانی رییس رحمتالله نبیل وایي، چې طالبان د امریکا نوي او لږ لګښت لروونکي ملاتړي دي.
نبیل دې ورځو کې د امریکا پخواني بهرنیو چارو وزیر او د اشرف غني نږدې کړۍ لانجې ته په اشارې سره یو ټوېټ کې لیکلي: «هغه لوبه چې دې ورځو کې د امریکا پخوانیو چارواکو او د امریکا د هوکړي پخوانیو نږدې کسانو (اشرف غني) ترمنځ په لاره اچول شوې ګمراه کوونکې ده او افغانستان سره مرسته نه کړي.»
د ملي امنیت پخواني رییس زیاته کړې ده، چې د دواړو لورو په اندونو باور سخت دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا پخواني بهرنیو چارو وزیر خپل کتاب کې ویلي، چې د اشرف غني حکومت د سولې مخنیوی کړ. نوموړي زیاته کړې چې «اشرف غني تر ټولو بد رهبر وو، چې نوموړي لیدلی او نوموړی په ټوله مانا یو درغلي کوونکی وو.»
نبیل مایک پومپئو ته په خطاب کې ویلي: «د افغانستان خلکو ته توپیر دا دی، چې ستاسې پخواني ملاتړي «اشرف غني» په داسې حال کې چې تاسې کتل د افغانستان څو بنسټیز ارزښتونه نابود کړل او ستاسې نوي ملاتړي (طالبان) افغانستان د نابودۍ تل ته بیایي.»
په ورته وخت نبیل وایي، چې په حقیقت کې د امریکا متحده ایالاتو افغانستان کې د «ګټورو احمقانو» په توګه له «لږ لګښت» سره نوي ملاتړي ته اړتیا درلوده او اشرف غني د امریکا لپاره د ډېر لګښت له امله نور د دې هېواد ملاتړی نه وو او صفر واک یې درلود. د نبیل په وینا د دوحې هوکړه یوازې د پخواني ملاتړي پر ځلی د نوي کښېنولو لپاره وه.