نبیل: افغانستان او ایران کې ښځې له دیني افراطیت سره د مبارزې مخکښانې دي

لخوا Aamaj News

د افغانستان ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل ویلي چې د افغانستان او ایران ښځې له دیني افراطیت سره د مبارزې مخکښانې دي.

نبیل نن (دوشنبه د تلې ۴مه) د یو ټوېټ په خپرولو سره د ایران ښځو له لاریونونو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده، چې دا ځل ایراني ښځې د آخوند له ږيرې تېرې شوې او د اخوند ريښه باندې چې له دینې افراطیت سرچینه اخلي پیل کړی دی.

نوموړي ټينګار کړی، چې که د طالبانو یو کلنې کړنې و ارزول شي، دوی د ښځو، د دوی ژوند او آزادی په بند کولو څخه وړاندې نه دي تللي.

د نبیل دا خبرې په داسې حال کې کېږي، چې له څو ورځو را په دېخوا، ایران کې د مهسا امیني د وژل کېدو له امله لاریونونه پیل او د پراخېدو په حال کې دي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې د طالبانو حکومت په رامنځته کېدو سره هم ښځې څو ځلې واټونو ته راووتلې او ښځو د کار، زده کړو او آزادۍ حق سلب کېدو له امله یې شعارونه ورکړل چې د طالبانو لخوا وځپل شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ