د ملي امنیت پخواني رییس رحمتالله نبیل کابل کې د القاعدې شبکې د مشر وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د الظواهري له وژل کېدو وروسته له کابل څخه تښتېدلی.
نبیل نن (سهشنبه د زمري ۱۱مه) د یو لړ ټوېټونو په خپرولو سره لیکي، چې سراجالدین حقاني د امریکا له تور لېست څخه د وتلو لپاره د ایمن الظواهري پټنځای امریکا ته ښودلی او له مړینې وروسته یې له کابل تېښته کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې حقاني د امریکا هوایي برید وروسته له یو لوی وسلوال کاروان سره کابل پرېښی او د لوګر څرخ ولسوالۍ په لور یې حرکت کړی.
د نبیل په وینا، د طالبانو کورنیو چارو وزیر په ډېر احتمال لوګر ته له رسېدو وروسته د پکتیا په لور؛ هغه ځای چې نوموړی ډېر نفوذ لري، حرکت کړی دی.
نوموړي څرګنده کړې، هغه مهال چې امریکا الظواهري موخه ګرځولی، سراجالدین حقاني د کابل وزیر اکبرخان کې د پاکستان طالبانو تحریک او د یاد هېواد ۱۲ کسیزه رسمي هیئت کوربه وو.
د افغانستان ملي امنیت پخواني رییس زیاته کړې، چې د حقاني شخصي مېلمستون د الظواهري د اوسېدو ځای ته نږدې وو او د امریکا بې پیلوټه الوتکې موخه ګرځېدلی کور هم په سراجالدین حقاني پورې اړه لري.
نبیل ویلي، چې حقاني د پاکستان ځمکني پوځ د قومندان جنرال قمر باجوه او د ایاسای استخباراتي سازمان په منځګړیتوب له امریکا سره د اړیکو جوړولو او د امریکا له تور لېست څخه د خپل نوم وېستلو هڅه درلوده.
نبیل همداشان زیاته کړې چې حقاني یادو موخو ته د رسېدو لپاره د الظواهري د اوسېدو ځای امریکا ته ښودلی.
د نبیل په باور په ډېر احتمال یوازې سراجالدین حقاني او حقاني شبکې الظواهري ته د پناه ورکول کې رول درلود.
د نوموړي په وینا؛ د ملا برادر او ملا یعقوب په رهبرۍ د طالبانو نور غړي چې په کومه کچه د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت پېژندلو ته ادېښمن وو د حقاني شبکې د واک ډېرښت ته هم اندېښمن وو.
د یادونې وړ ده، چې رحمتالله نبیل لومړنی کس وو چې پر کابل د امریکا خوایي برید خبر یې خپور کړی وو.