د هېواد ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي چې نن سهار کابل هوایي حریم کې بې پیلوټه امریکایي الوتکې څرګندې شوې دي او د یاد ښار په بېلابېلو ځایونو یې بریدونه کړي.
نبیل نن (یکشنبه د زمري ۹مه) په یو ټوېټ کې لیکلي چې د دوحې هوکړه لیک پر بنسټ، امریکا د داعش ځپلو برخه کې له طالبانو سره مرسته کړي.
نبیل زیاته کړې چې طالبانو د هېواد اداره کولو توان نه لري او د افراطکوونکو پر پټنځای د افغانستان بدلېدو ګواښ جدي دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښاریانو نن سهار په دې سهار کې د دوه چاودنو راپور ورکړی.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند وایي چې نن سهار یو راکټ مرمۍ شیرپور کې پر یوه خالي استوګنځي ولګېده؛ خو دې پېښې مرګژوبله نه درلوده.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه چې دا مرمۍ له کوم ځای څخه فیر شوې ده، مالومات نه دي ورکړي.