نبیل: د طالبانو حکومت زوال پیل شوی

لخوا Aamaj News

د افغانستان ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل کابل کې د طالبانو علماوو غونډې ته په غبرګون کې ویلي چې یادې ناستې د پرمختګ، زده کړو او ښځو په وړاندې د طالبانو تاوتریخوالي اوج نندارې ته وړاندې کړ.

نبیل په یو ټوېټ کې لیکلي: «د افغانستان ځوان سیاسي قشر او روڼ اندي باید ژر تر ژره د افغانستان نوي روایت سره؛ د یوې بدلې تګ لارې وړاندې کولو لپاره راووځي.» ځکه د ملي امنیت پخواني رییس په باور د طالبانو حکومت زوال نږدې شوی.

د نوموړي په وینا د علماوو ناسته حکومتوالۍ د څرنګوالي په اړه د یادې ډلې دننه او خپل منځي اختلافونه زیاتوي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې یادې ناستې افغانستان د افراطیت او نړیوال ترورېزم باندې د بدلېدو د خطر زنګ ووهلو او نړیواله ټولنه به اړ کړي چې د طالبانو ټوله لا ډېره منزوي کړي او د بدیلو لارو چارو په لټه کې ووسي.

رحمت‌الله نبیل ټینګار کړی چې د طالبانو کړنو ته په کتو، چې د یادې ډلې د واکمنۍ په وړاندې مقاومت او د د ټولنې ټولو قشرونو او لورو قیامونه پیاوړي کېږي او د طالبانو عمر به کم کړي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې طالبانو د علماوو ناسته د روانې اونۍ شنبې ورځ د یوې یوولس مادو درلودونکي پرېکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسېده. د ناستې ګډونوالو د اوسني طالباني نظام څخه ملاتړ او د طالبان له رهبر ملا هبت‌الله سره یې بیعت وکړ.

یاده غونډه کې د نجونو ښوونځیو پرانیستلو، ټاکنو او د ټول ګډونه حکومت جوړېدو په اړه د نړیوالې ټولنې د غوښتنو په اړه هېڅ نه دي ویل شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ