نبیل: که کرزي غوښتي نه وی، اشرف غني هېڅکله هم نه شو ولسمشر کېدی

لخوا Aamaj News

د افغانستان ملي امنیت پخوانی رییس رحمت‌الله نبیل وایي چې که حامد کرزي غوښتي نه وی؛ اشرف غني هېڅکله د ۲۰۱۴م کال په ټاکنو کې نه ګټونکی کېدلو.

نبیل د حامد کرزي په اړه د جمهوریت د پوځ د وروستي رییس جنرال هیبت الله علي‌زي د خبرو په وړاندې غبرګون ښودلی.

د جمهوریت د پوځ وروستي رییس وار زون امریکایي ورځپاڼې ته ویلي چې حامد کرزي غوښتل د اشرف غني له تېښتې وروسته ارګ ته دننه شي او یو ځل بیا واک په لاس کې واخلي.

نبیل یو ټویټ کې لیکلي: « که چېرې د ۲۰۱۴م کال ټاکنو کې حامد کرزي نه وی غوښتي چې اشرف غني واک ته ورسېږي، شاید هم اشرف غني له هېڅکله هم د ملاتړو، چاپلوسانو او بهرنیو پیسو سربېره نه وی ولسمشر شوی او نه به ارګ ته رسېدلی وو.»

نوموړي په دوام کې زیاته کړې؛ چې ډېر ژر به د خپلو یادو خبرو په اړه مستند څېزونه د رسنیو له لارې خپاره کړي.

د رحمت‌الله نبیل په وینا؛ که څه هم حقیقتونه ترخه دي؛ خو باید وویل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ راتلونکي نسلونه له توکمیزو، تباري او مفکوروي احساساتو څخه لرې قضاوت وکړي او تاریخ باید په روڼتیا سره ثبت شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ