متقي د قطر د ټولنیزو چارو وزیرې ته بلنه ورکړه چې کابل ته راشي او د ښځو وضعیت وګوري

لخوا Aamaj News

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي پرون ماښام په دوحه کې د قطر د کورنیو او ټولنیزو چارو له وزیرې مریم المسند سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یو خبرلیک کې ویلي چې متقي اغلې مسند ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته سفر وکړي تر څو مرستو ته د اړمنو ښځو او ماشومانو وضعیت وګوري او د خیریه موسسو له لارې ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي بلخي زیاته کړې، چې د ليدني په پای کې دواړي لوري هوکړه وکړه، چې افغانستان ته به یو پلاوی سفر وکړي، څو په افغانستان کې د قطري دفترونو او خیریه موسسو د پرانستلو او له اړمنو کسانو سره د مرستو د پیل بهیر ته لاره هواره کړي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير د قطر د ټولنيزو چارو  وزيرې مريم المسند ته په داسي حال کي د ښځو د وضعيت د لیدني لپاره بلنه ورکړه چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري او د طالبانو دغه پرېکړه د ډېرو افغان نارینه او  مېرمنو تر نيوکې لاندي راغلې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ