متقی: په كابينه كې پښتانه، تاجیك، هزاره، ازبیك او ټول قومونه لرو

لخوا Aamaj News

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي نن (شنبه، د کب ۲۱ مه) د انتالیا دیپلوماتیکې شورا ته وویل چې د دوی په کابینه کې پښتانه، تاجیک، هزاره، ازبیک او ټول توکمونه شامل دي.

هغه زیاته کړه چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو بنسټګر، ملا محمد عمر له امریکا سره د خبرو وړاندیز وکړ. خو د امریکا حکومت هغه مهال پر پوځي انتخاب ټینګار وکړ او هغه یې غوره کړه.

هغه ویلي چې له دې وروسته د امریکا پر وړاندې یوازینۍ لاره پوځي مقاومت دی.

ښاغلي متقي وويل: “يو کس هم د سياسي دلايلو له مخې له افغانستانه نه دی وتلی او نه وځی، يوازې يو شمېر يې د اقتصادي دلايلو له امله له افغانستانه وتلي دي.”

د هغه په ​​وينا، دا د افغانستان په تاريخ کې لومړى ځل دى، چې يو حکومت د يوه انقلاب له لارې واک ته رسېدلى دى. هغه زیاته کړه چې طالبان د افغان ولس په ښه راغلاست کابل ته ننوتلي وو، نه په زور.

امیرخان متقي ویلي، نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره کار وکړي چې له سیاسي پلوه باثباته او له اقتصادي پلوه په ځان بسیا افغانستان ترلاسه کړي او همدارنګه د بندیزونو په لرې کولو کې مرسته وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د دوی حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره ټول شرایط پوره کړي دي.

دا په داسی حال کی ده چي تراوسه هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. د طالبانو د رسمیت پیژندلو لپاره د نړۍ یو شرط دا دی چې د ټولو توکمونو په ګډون د یوه جامع حکومت جوړ شي. خو طالبان وايي حکومت ټول شموله دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ