د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یو هيئت په مشري د ترکیې بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په بلنه یاد هېواد ته سفر وکړ.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ چې متقي د آنتالیا د ډیپلوماسۍ په ناسته کې ګډون کړي او یاده ناسته کې به د افغانستان په اړه وینا وکړي. یاده ناسته د مارچ له ۱۱مې تر ۱۳مې د ترکیې آنتالیا کې ترسره کېږي.
له خبرپاڼې څخه په نقل، د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سرپرست له په آنتالیا کې د ترکیې او نورو هېوادونو له هیئتونو سره وګوري.
دا ترکیې ته د متقي دویم سفر دی.