متقي د ایران له ځانګړي استازي سره وکتل

لخوا Aamaj News

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیا احمد تکل د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي، حسن کاظمي قمي سره د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالی، امیرخان متقي د لیدنې خبر ورکړی دی.

ښاغلی تکل نن (پنجشنبه، زمري ٢٠مه) په یو ټوېټ کې لیکلی چې امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي، حسن کاظمي قمي، په کابل کې د ایران سفیر، بهادر امینیان او د ایران د سفارت له مرستیال، سید حسن مرتضوي سره کتلی دی.

نوموړی زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د ښه والي، په ايران کې د مېشتو افغانانو د بانکي ستونزو او په هغه هېواد کې د افغان بنديانو د برخليک په اړه خبرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو او ایران ترمنځ سرحدي ترینګلتیاوې زیاتي شوي دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

chat with cam girls live September 21, 2023 - 6:42 pm

Level up while tipping girls in chat rooms and enjoy the BEST new live cam site experience https://cupidocam.com/content/tags/blonde

ځواب

یو نظر پریږدئ