د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د یو ټوېټ په خپرولو سره تاشکند کې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امسرخان متقي او د چین بهرنیو چارو وزیر وانګیي له لیدنې خبر ورکړی.
یاده لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخیزه اړیکو، سوداګریز او اقتصادي وضعیت، چین ته د اریانا افغان شرکت پر الوتنو او د کوکنارو د کښت پر مخنیوي خبرې اترې کړې دي.