د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبېکستان پلازمینه تاشکند ناسته کې ویلي چې د طالبانو پر لاس د کابل د سقوط پر مهال، له بګرام او پلچرخي بندخونو څخه ۱۸۰۰ داعشیان خوشي دي.
متقي تېره ورځ (سه شنبه) د تاشکند غونډه کې د خبرو په ترځ کې د داعش بندیانو خوشي کېدل ومنل؛ خو زیاته کړې یې ده چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې طالبان په دې توانېدلي چې د داعاشیانو کنټرول کړي.
نوموړي زیاته کړې چې پخواني حکومت هغه مهال چې جوزجان کې د داعش غړي د طالبانو په محاصره کې وو، له چورلکې سره یې کابل ته لېږدولي.
د نوموړي د ادعا پر بنسټ، همدې داعشیانو افغانستان کې په تېرو ۱۱ میاشتو کې په ناامنیو لاس پورې کړی دی.
د یادونې وړ ده؛ چې تېر کال کله چې به طالبانو هر ولایت نیولو، د هغه ولایت بندیان به یې خوشي کول.
د راپورونو پر بنسټ؛ چې د پلچرخي او د پروان له بګرام بندخونو څخه د طالبانو په واسطه د داعش غړو خوشي کېدل، افغانستان کې د یادې ډلې د تقویت لامل شوی.