امیرخان متقي تاشکند ته روان شو

لخوا Aamaj News

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ازبېکستان ته سفر وکړ.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر دولتي خبري آژانس نن (یک شنبه د زمري دویمه) راپور ورکړی، چې امیر خان متقي د یو لوړ پوړي هیئت په رهبرۍ نن د ازبېکستان پلازمینې تاشکند ته سفر وکړ.

ویل کېږي چې دا هیئت د ازبېکستان چارواکو په رسمي بلنه نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته سفر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ښایي سبا ورځ د ازبیکستان پلازمینه تاشکند کې د افغانستان په محوریت د لس ګونه هېوادونو او سازمانونو په ګډون یوه نړیواله دوه ورځنۍ ناسته ترسره شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ