متقي: افغانستان به ټرانزیټي مرکز وي

لخوا Aamaj News

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي کندز ولایت ته پخپل سفر کې ویلی چې افغانستان په ټرانزیټي مرکز بدلیږي.

ښاغلی متقي تېره ورځ (پنج‌شنبه) کندز ته سفر کړی او د دغه ولایت له سوداګرو او ځایي چارواکو سره په لیدنه کې زیاته کړې ده چې د خلکو په اقتصاد کې به مثبت بدلون رامنځته شي.

نوموړی زیاته کړې چې د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ ستونځي حل شوي او سوداګرو ته ډیري اسانتیاوي برابري شوي دي.

متقي زیاته کړې: «د هیواد د ټولو سوداګریزو بندرونو چاري په ښه توګه پر مخ ځي او اسلامي امارت خپل اساسي فعالیتونو لپاره خپل تګلاري لري.»

هغه یادونه کړې چې د افغانستان سفارتونه په ډیرو هیوادونو کې پرانیستل شوي او طالبان هڅه کوي چې خپلي اړیکي له نورو هیوادونو سره ټینکي کړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د خپل خبرو په ترڅ کې ویلی: «اسلامي امارت ځوان ځواکونو ته اړتیا لري او په بېلابېلو برخو کې تحصیل کړي کسان ګومارل کیږي.»

دا په داسي حال کې ده چې تر دې وړاندې ښاغلی متقي بدخشان ولایت ته هم سفر کړی و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ