د ټوېټر نوي مالک اېلان ماسک د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټوېټر حساب بیا فعاله کولو لپاره ټوېټري ټولپوښتنه په لاره اچولې ده.
ماسک شپږ ساعته وړاندې په خپله ټوېټر پاڼه د ډونالډ ټرمپ ټوېټري حساب بېرته ګرځولو لپاره ټولپښتنه پیل کړې ده چې تر اوسه ۵۴ سلنه ټوېټر کاروونکو مثبته رایه ورکړې ده.
د امریکا پخواني ولسمشر ټوېټري حساب په ۱۳۹۹ کال کې «تاوتریخوالي ته د ډېر تحریک د خطر» له امله تړل شوی و.
ماسک له دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د ټوېټر مالکیت په صورت کې به د ټرمپ حساب پرانیزي.