د طالبانو دفاع وزارت سرپرست، محمد یعقوب مجاهد جوزجان ته په یو سفر کې وایي، چې د دې وخت رارسېدلی تر څو ټول قومونه تر یو چتر لاندې د هېواد رغولو او ځلولو لپاره هڅه وکړي.
د افغانستان ملي ټلویزیون څخه په نقل، مجاهد زیاته کړې؛ چې طالب ځواکونه له اراضي او پولو څخه د ساتنې توان لري.
د طالبانو دفاع وزارت سرپرست ټینګار کړی؛ چې طالب ځواکونه هېڅ یرغلګر ته د امنیت خرابولو اجازه نه ورکوي او د ځان فدا کولو سره د وطن له خاورې ساتنه کړي.