مجاهد: هغه کسان چې قانوني سندونه ولري، کولی شي له هېواد څخه بهر ته سفر وکړي

لخوا Aamaj News

له هېواد څخه بهر ته د افغانستان ښاریانو د سفر د بندیزونو په اړه له له پراخو غبرګونونو وروسته، د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وایي، هغه کسان چې قانوني سندونه یا بلنلیک ولري کوی شي له هېواد څخه بهر ته سفر وکړي.

نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې د نوموړي د تېرې ورځې خبرو موخه هغه کسان و، چې هڅه کوي په ناقانونه، بې له سندونو او قاچاق ډول سفر کړي او خپل ژوند هم له ګواښ سره مخ کوي

مجاهد زیاته کړې: “هېوادوال چې قانوني سندونه او بلنلیک ولري له هیواد څخه بهر سفر کولی شي او په ډاډ سره هېواد ته راتللی شي.”

دا په داسې حال کې ده؛ چې له دې وړاندې مجاهد ویلي و، چې څوک نه شي کولی له موجه دلیل پرته له هېواد بهر شي او له داسې سفرونو به مخنیوی وشي.

د طالبانو ویاند یکشنبه ورځ ویلي و؛ چې ښځې هم بې له “شرعي عذر” څخه نه شي کولی په یوازې ډول له هېواد بهر شي او له افغانستان څخه بهر ښځینه زدکړیالانو لپاره به هم لارې چارې وموندل شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ