مجاهد: هڅه کړو تر څو د نجونو ټول ښوونځي د نوي ښوونیز کال له پیل سره بېرته پرانیزو

لخوا Aamaj News

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې له اسوشیټېډ‌پرس سره مرکه کې ویلي؛ چې هیله لرو چې د هېواد ګوټ ګوټ کې د نوي کال له پیل سره د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. 

له دې سره چې د ښځو او نجونو زدکړې د “ظرفیت موضوع” ده؛ ویلي: “په ښوونځيو کې باید په پوره ډول نجونې او هکان تفکیک شي. تر اوسه لوی مخنیوی د لیلیو جوړول او یا پیدا کولو و، تر څو نجونې ښوونځیو ته له تګ وروسته هلته اقامت وکړي.”

د نوموړي په وینا؛ په زیات نفوس لرونکو سیمو کې د نجونو او هلکانو لپاره بسیا درسي ټولګي شتون نه لري. 

د طالبانو ویاند زیاته کړې؛ چې دوی د زدکړو مخالف نه دي او هڅه کړې د نوي کال له پیل سره دا ستونزه حل کړي. 

د نوموړي په وینا؛ د ملکي خدمتونه ۸۰ سلنه کارکوونکي چې دندو ته راګرځېدلي، د پخواني حکومت کارکوونکي دي، ښځي په ښوونیز او روغتیایي سکتور،  کابل هوایي ډګر او پاسپورت ریاست کې فعالیت لري. 

له دې سره، مجاهد نه ده ځانګړې کړې چې ښځې څه وخت کولی شي دولتي وزارت خونو ته راوګرځي. 

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ