مجاهد: افغانستان په رسمیت پېژندلو ته اړتیا لري؛ نړۍ باید مرسته وکړي

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد په کابل کې د چین له سفیر په ګډه ناسته کې ویلي چې «افغانستان په اوسنیو شرایطو کې، په رسمیت پېژندلو ته اړتیا لري. د نړۍ هېوادونه په ځانګړي ډول چین باید دې برخه کې قوي او ګټور ګامونه واخلي.»

مجاهد زیاته کړې؛ چې دوی د چین په ګډون له ټولو هېوادونو سره د (نېکو او حسنه) اړیکو غوښتونکي دي او دا اړیکې باید د متقابل درناوي پر بنسټ وي.

همداشان مجاهد چين په سیمه کې د افغانستان لپاره له مهمو هېوادونو یاد کړی، چې له چین سره د طالبانو د اړیکو درلودل به د طالبانو لپاره لویه لاسته راوړنه وي.

د طالبانو ویاند زیاته کړې؛ چې دوی به د سیمې او نړۍ کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او یادو هېوذدونو ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده؛ له هغه وخته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي؛ تر اوسه هېڅ هېواد دوی په رسمیت نن پېژني او د افغانستان په میلیونونه ډالره شتمني بهر کې کنګل شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ