طالبان: کابل کې مو د پاکستان پر سفارت د برید لامل ونیولو چې یو بهرنی وګړی دی

لخوا Aamaj News

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي چې د دوی ځواکونو کابل کې د پاکستان پر سفارت د برید لامل نیولی دی. نوموړې زیاته کړې ده چې د دې برید لامل یو بهرنی وګړی دی.

که څه هم مجاهد د دې کس د هېواد په اړه څه نه دي ویلي؛ خو زیاته کړې یې ده چې یاد کس د داعش غړیتوب هم لري.

د طالبانو ویاند نن (دوشنبه د لېندۍ ۱۴مه) يو لړ ټوېټونو کې لیکلي چې د پاکستان پر سفارت برید د داعش او «بغاوت کوونکو» لخوا په ګډه پلان شوی وو.

مجاهد زیاته کړې ده چې یو شمېر بهرنۍ ډلې د دې برید تر شا لاس لري چې موخه یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بې‌باورۍ جوړول دي.

پاکستان وایي چې د دوی سفیر عبیدالرحمن نظاماني جمعه د (لېندۍ ۱۱مه) کابل کې د یاد سفارت حویلۍ کې د برید موخه وګرځېد او روغ پاتې شوی دی. دې برید کې د پاکستان د سفیر ساتونکی ټپي شوی دی.

داعش په یوه بیانیه کې د دې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ