د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلی چې د ملي راډیو تلویزیو او باختر خبري آژانس د پاڼو تړل د لوېدیځ د نه زغم ښکارندوینه کوي.
ښاغلی مجاهد نن (چهارشنبه، چنګاښ ٢٩مه) په یو ټویټ کې لیکلی چې د ملي راډیو تلویزیو او باختر خبري آژانس د پاڼو تړل د لوېدیځ نه زغم او بې صبري څرګندوي.
نوموړی زیاته کړې: ”اوس پوه شوی چې لوېدیځ د بیان ازادي څه ته وایي؟“
مجاهد څرګنده کړې ده: ”د بیان د ازادۍ له شعارونو څخه پر نورو ملتونو د برید لپاره ګټه پورته کیږي.“
دا په داسي حال کې ده چې د ”متا“ فیسبوک شرکت د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او باختر دولتي خبري آژاس ټولي رسمي پاڼي چې د طالبانو تر ادارې لاندي یې فعالیت درلود، تړلي دي.
طالبانو پر افغانستان تر خپلي واکمنۍ وروسته د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون کنټرول په لاس واخیست او د طالبانو فعالیتونه په دغو پاڼو کې راپور ورکول کېدل.