د طالبانو د دفاع وزیر امر: وروسته له دې مقاومت جبهې ته «باغیان» ووایاست

لخوا Aamaj News

د طالبانو دفاع وزیر، ملا محمد یعقوب، په یو مکتوب کې د دغه وزارت قومندانانو اوځواکونو ته امر کړی چې د مقاومت جبهې له نوم اخیستني نه ډډه وکړي.

په دې اړه په ټولنیزو شبکو کي په خپاره شوي مکتوب کې، هغه د دوی ټولو قومندانانو ته په خطاب کې ویلي چې له دې وروسته دي د مقاومت جبهې نوم وانخلي او پر ځای یې و «باغیانو» له کلمې کار واخلي.

د طالبانو دفاع وزیر په داسي حال کې دغه امر کړی چې په شمالي ولایتونو کې په ځانګړي ډول پنجشېر کې دوام لري او داسي ښکاري چې دغه ولایت طالبانو ته په سرخوږي بد شوی.

په تازه پېښه کې د مقاومت جبهې ادعا کړې چې د دغه جبهې ځواکونو دپنجشېر په ارزو دره کې د طالبانو یوه چورلکه نسکوره کړېده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ