د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دوه شپې وړاند د کاپیسا ولایت دویمې حصې ولسوالۍ په جمالآغه سیمه کې؛ په تېره ولسي جرګه کې د کوچیانو د استازي حبیب افغان د خپلوانو پر موټر د نامالومو وسلوالو له لوري برید شوی، چې دوه طالب پوځیان هم ورسره وو.
مجاهد په یو ټویټ کې لیکلي؛ چې د یاد برید په پایله کې د حبیب افغان درې خپلوان او دوه طالب ځواکونه وژل شوي.
ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی؛ چې د یادې پېښې په تړاو څېړنې دوام لري او تر اوسه د یادې پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي.
د طالبانو حکومت ویاند څرګنده کړې؛ چې ورته کړنې د دوښن د کړیو کړنه ده چې غواړي د خلکو آرامښت ته زیان ورسوي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې حبیب افغان آماج ته ویلي و، چې طالبانو یې پینځه کسه خپلوان په کاپیسا ولایت کې په ډزو ویشتلي.
افغان زیاته کړې؛ چې طالباب ځواکونو دا کړنه د طالبانو د یو قومندان آغل ګل په امر چې د نوموړي مال او کور یې غلا کړي، ترسره کړې.