محقق: د بلخاب خلک د عدالت غوښتني په جرم، د طالبانو لخوا په امریکایي وسلو په نښه شوي

لخوا Aamaj News

د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر، محمد محقق د طالبانو لخوا د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ او د غور ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د ملکي وکړو وژنو ته غبرکون ښودلی.

ښاغلی محقق نن (یک شنبه، چنګاښ ٥مه) پخپل فیسبوک پاڼه کې په یو پیغام کې لیکلی چې طالبانو د تیرو څلورو ورځو په اوږدو کې، د بلخاب ولسوالۍ مرکز او نوی او زوړ بازار او له خلکو تش اته کلي نیولي او بې دفاع خلک یې عام وژنه کړې.

نوموړي زیاته کړې چې د بلخاب ولسوالۍ خلک د عدالت غوښتني په جرم د طالب جنګیالي له خوا په امریکایي وسلو د مځکي او هوا څخه په نښه شوي دي.

نوموړی زیاته کړې: ”برسېره پر هغو هڅو چې وشول څو د جګړې مخه ونیسي، خو ونشو. بریښي چې طالبانو له وړاندي د دغي مجاهد پروري سیمي د ځپلو هوډ درلود چې له بدري، منصوري او ایلجاري قطو څخه د شاوخوا ٨٠٠٠ جنګیالیو په راټولو پر دغه سیمه یرغل وکړ.“

محمد محقق څرګنده کړې چې په یوه پېښه کې طالبانو د بلخاب ولسوالۍ په تخشار کلي او ترخوج کې درې ملکي کسان په ډزو وژلي او په یوه بله پېښه کې، دوې ورځي مخکي طالبانو، د ”قم کوتل“ په لمنه کې دوه شپانه او درې کروندګر په ډزو وژلي دي.

همدارنکه، محقق د غور ولایت په لعل و سرجنګل ولسوالۍ کې د پخواني ولسي پاڅون یو قومندان او پنځه نورو کسانو د وژلو یادونه کړې ده.

هغه ویلی: ”و به لیدل شي چې طالبانو د بلخاب د لسو کسانو او او د لعل و سرجنګل له ٦ کسانو پرته، به په بلخاب کې د کورونو په پلټنو کې څومره بې ګناه او بې دفاع خلک ووژني.“

د حزب وحدت مشر له نړیوالي ټولني، امنیت شورا او د بشر حقونو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي او په بلخاب ولسوالۍ کې دهزاره خلکو د وژلو مخه ونیسي.

باید یادونه وشي چې د طالبانو هزاره تبار قومندان، مولوي مهدي او طالب ځواکونو تر منځ له درې ورځي راپدېخوا نښته دوام لري؛ خو طالبان وایي چې په دغه ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات پای ته رسېدلی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ