د مدثر خپلوان آماج ته: طالبانو نوموړی یوازې د «پنجشېري توب» په جرم ونیولو

لخوا Aamaj News

د مدثر په نوم د هغه ځوان خپلوان چې د طالبانو لخوا نیول شوی آماج ته وایي؛ چې طالبانو نوموړی لس ورځې وړاندې بې له هېڅ دلیل څخه یوازې د «پنجشېري توب» په جرم نیولی.

دوی زیاته کړې؛ چې طالبانو نوموړی د مبایل له لارې څارلی او د پنجشیر رخه ولسوالۍ کې یې د خپل کور په سیمه کې نیولی.

د سیمه‌ییز او توکمیز هویت پر بنسټ د خلکو تښتولو ادعا نوې خبره نه ده. څه موده وړاندې هم د هېواد شمال په ځانګړي ډول پنجشیر او بغلان کې د ځوانانو له نیولو او بد چلند څخه شکایتونه شوي وو.

خو طالبان تل د سیمه‌ییز او توکمیز هویت پر بنسټ کړنې رد کوي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

auto swiper March 25, 2024 - 3:47 pm

… [Trackback]

[…] Information on that Topic: aamajnews24.com/ps/mudasir-panjshir-taliban/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ