روغتیا وزارت: سرطان ناروغي په افغانستان کې هر کال له ۱۶ زره تر ۲۰ زره کسانو څخه ژوند اخلي

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت چارواکو نن “یکشنبه، د سلواغې ۱۷مه” د “له سرطان ناروغۍ څخه د ساتنې خلا ډکه کړئ” تر نوم لاندې غونډه کې له سرطان سره د مبارزې نړيوالې ورځې ولمانځه.

په یاده ناسته کې د طالبانو د روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین محمد حسن غیاثي وویل چې په افغانستان کې هر کال ۴۰ زره کسان په سرطان ناروغۍ اخته کېږي او له دې ډلې له ۱۶ زره څخه تر ۲۰ زره کسان یې ژوند له لاسه ورکوي.

غیاثي زیاته کړې ، چې له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې په لړ کې په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې د یادې ناروغۍ د درملنې مرکزونه جوړ شوي.

نوموړي همداشان د روغتیایي کارکوونکو ته د سرطان ناروغۍ په اړه د زدکړو او پوهاوي ورکول، له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې په لړ کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت له لاسته راوړنو بللي.

د طالبانو د روغتیا وزارت په وینا، د ژامې او ژبې، سینې، معده، سږي مری او رحم سرطان په افغانستان کې د سرطان پراخ ډولونه دي.

د روغتیا وزارت دې چارواکي ویلي؛ چې سره سرو شویو خوړو ګټه اخیستنه، د فزیکي فعالیت نشتون، له تنباکو ګټه اخیستنه، له ګاز لرونکو څښاکونو ګټه اخیستنه، د حفظ الصحي لارښوونو نه راعیت کول او ناسالمه تغذیه د سرطاني ناروغیو د رامنځته کېدو لاملونه دي.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

The Ville 102.1 - WPRT-HD2 November 5, 2023 - 9:15 am

You have noted very interesting details! ps decent web site.

ځواب
บาคาร่า ok คาสิโน เล่นยังไง ? November 20, 2023 - 12:30 am

… [Trackback]

[…] Here you will find 18989 more Information to that Topic: aamajnews24.com/ps/moph-2/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ