د یو ناپېژندل شوي ویروس د رامینځته کیدو خبر چې په ټوله نړۍ کې په چټکۍ سره خپریږي په طبیعي ډول د کورونا پانډيمي خلکو ته ور پیادوي. برسېره پردې، بیزو تڼاکه کومه نوې خبره نه ده، او ویروس يې ۱۹۸۵ کې کشف شو. ځینې ځانګړتیاوې یې ددې لامل کرځي چې د کورونا په پرتله خورا لږ خطرناک وي. دغ ویروس کولای شي له حیواناتو لکه بيزو، موږکان او سوی ګیانو څخه انسان ته انتقال شي.
د کورونا په خلاف، بیزو تڼاکه لومړی د اخته کېدو نښي ښکاره کوي او بیا نورو ته خپریږي، کوم چې د خپرېدو په مخنیوي کې د مرستې لپاره یو مهم عامل دی.
د بیزو تڼاکې لومړنۍ نښې نښانې لکه والګی دي چې تبه، ستړیا، او سر درد شامل دي. د اخته کېدو څخه څو ورځې وروسته، د اخته کس پر بدن تڼاکي څرګندیږي. دغه تڼاکې غالبا له مخ څخه پیل او بیا ورغوي، بازوګان، پښو او د بدن نورو برخو ته خپریږي.
تر دې دمه د افغانستان په ګډون په ۲۳ هېوادونو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي. چې دوه یې په افغانستان کې ثبت شوي دي.
د یوې یا دوو اونیو په اوږدو کې، له کوچني او مسطحي تڼاکو څخه پیل، لوی کیږي او له خیرو ډکیږي. دا تڼاکي معمولا څو اونۍ وخت نیسي ترڅو وچ شي. د تڼاکو د وچېدو وروسته سړی نور په ناروغۍ نه اخته نه دی.
پوهان تر دې دمه د بیزو تڼاکې د مخنیوي ترټولو مهم میتود واکسین بولي چې کولای شي په نږدې ۸۵ سلنه کې اغېزناکه وي، مګر د ماسک او دستکشو کارول، د لاس مینځل او د انسانانو راټولیدو څخه ډډه کول هم په طبیعي ډول د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه نیسي.
داسې انديښنه شتون لري چې د بیزو تڼاکې به یو له هغو ناروغیو څخه وي چې انسانانو ته د دایمي حیواني ناروغیو په توګه پیژندل کیږي. دا ناروغۍ له څارویو څخه انسانانو ته لیږدول کیږي او په دوامداره توګه په نوي ټولنیزو ګروپونو کې راڅرګندیږي.