ایا بیزو تڼاکه پاندیمي او نړیواله کیږي؟

لخوا Aamaj News

په وروستۍ پېښه کې، بیزو تڼاکه په کلمبیا هیواد کې د درو کسانو په وجود کې تایید شوې او په دې ترتیب سره دغه ویروس د نړۍ نږدې ٥٠ هیوادونو کې ثبت شوی دی.

له دې سره په عامه افکارو کې دغه پوښتنه پیدا شوې چې آیا بیزو تڼاکه هم لکه کووید ١٩ پانډیمي او نړیواله کېږي او که یا؟

بیزو تڼاکه یو ویروسي عفونت دی چې نښي نښانې یې په معمول ډول د تبي، شدید د سر درد، د عضلو درد، د ملا درد، د انرژۍ کمښت، لنفادنوپاتي او بثورات په شکل ښکاره کیږي.

دغه عفونت په هغه باندي د ککړي ویني، دبدن اوبه، د پوستکي ضایعات او د څارویو مخاطي سره له مستقیمي اړیکي پیدا کیږي.

په متحده ایالاتو کې د ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي مرکز اعلان کړی چې بیزو تڼاکه تڼاکي ته ورته ده له دې کبله د تڼاکي هغه واکسینونه چې د ساتني کچه یې ٨٥ سلنه ده کولای شي چې د بیزو تڼاکې اړوند عفونت مخه هم ونیسي.

دغه مرکز زیاتوي چې دبیزو تڼاکې د مړیني کچه له ١ څخه تر ١٠ سلنو پوري ده چې دغه ناروغۍ د ککړ سړي له عفوني ټپونو او یا د بدن له مایعاتو سره د مستقیمي اړيکي له لاري لېږدول کیږي.

بیزو تڼاکه په مرکزي او لویدیځه افریقا کې په اندمیک یا بومي ډول شتون لري.

دغه ویروس د لومړي ځل لپاره په ١٩٥٨ کال کې کشف او په ١٩٧٠ کال کې د انسان په وجود کې لومړۍ پېښه یې ثبت شوه.

د دغه ویروس د کمون دوره د ٥ څه تر ٢١ ورځو او په متوسط ډول ٨ ورځي ده، دغه ناروغۍ په معمول ډول له ٢ څخه تر ٤ اونیو اوږدیږي.

دا یوه ښه خبره ده چې د بیزو تڼاکي ویروس نښي نښانې څرګندوي او له نښو وروسته ډېر د مستقیمي اړیکي څه لېږدول کیږي؛ ځکه نو وړاندوینه کیږي چې بیزو تڼاکه نشي کولي د کووید ١٩ په څېر خپره او اپاندیمي شي، د نښو نښانو څرګندیدو په صورت ناروغان جلا کیږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ