د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن یو اجرایي فرمان صادر کړ چې؛ د افغانستان مرکزي بانک ۷ میلیارده ډالر ذخیره یې بشري مرستو او همداشان د سپټامبر یولسمې برید خپلوانو ته ځانګړې کړې دي.
د افغانستان ۷ میلیارده ډالره پانګې په اړه د امریکا پرېکړې، د کورنیو او نړیوالو بنسټونو له څپو سره مخ شوي.
د بشري حقونو د څار بنسټ د بایډن هوکړې ته په غبرګون کې وایي چې که دا پرېکړه عملي کړي، یوه ستونزه جوړونکې موضع به شي.
د بشري حقونو څارو بنسټ زیاته کړې چې کنکل شوې پیسې د افغانستان خلکو پورې تړاو لري او باید دوی ته ورکړل شي.
د افغانستان ښځو او نجونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري بې له چې د اصلي موضوع په اړه څه ووایي په یو ټویټ کې لیکلي: “نن د افغانستان لپاره بده ورځ ده”
خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وسټ وایي؛ چې د ولسمشر بایډن پرېکړه د افغانستان خلکو اړتیاوو ته د رسېدنې د هڅو یوه برخه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوتی بلینکن هم ویلي، چې دا فرمان د افغانستان خلکو سره د مرستې په موخه لاسلیک شوی.
له دې سره، امریکایی افغانستان پېژندونکی بارنټ روبین یادې مسألې ته په غبرګون کې وایي: “د نړۍ شتمن هېواد د نړۍ له تر ټولو بېوزله هېواد څخه د غلا پرېکړه د عدالت تر نوم لاندې نیولي. د ترورېزم په وړاندې د جګړې مناسب پای.”
د مقاومت جبهې ویاند صبغتالله احمدي یو ټویټ کې لیکلي: “د وحشي طالبانو په لاس چې د کابل له سقوط څومره وخت تېرېږي، فارسي ضربالمثل (از شومی شوم، سوخت شهر رُم) د درک وړ کېږي.”
احمدي زیاتوي؛ چې د نړۍ تر ټولو بېوزله خلک د دغه شیطاني ډلې د کړنو قرباني شوي.
په هالنډ کې د افغانستان ښځو د همراهۍ رئیسه ګل چهره یفتلی وایي: “ولې د امریکا ولسمشر د افغان یتیمانو او کونډو ښځو پیسې د سپټامبر ۱۱ مې نېټې د برید قربانیانو ته ورکړې. په داسې حال کې چې له څو عرب ترهګرو پرته هېڅ افغان په دې برید کې لاس نه درلود.”
د پخواني حکومت د مالیې وزیر خالد پاینده په یو ټویټ کې لیکلي که دا ټولې پیسې په صداقت سره هم ولګول شي، څو میاشتې وروسته به څه کړو؟
نوموړي زیاته کړې، څو میاشتې وروسته چې افغانۍ بې ارزښته شي، د پیسو ارزښت کمېدو سره به څه کړو؟
په دوحه کې د سولې خبرو اترو هیئت پخواني رئیس معصوم ستانکزي هم د بایډن د پرېکړې په تړاو غبرګون ښودلی. نوموړي په یو ټویټ کې لیکلي چې د سپټامبر ۱۱مې د برید غرامت باید له هغه کسانو واخیستل شي چې د ترسره کولو مسوولین یې و؛ نه د افغانستان له خلکو. د نوموړي په وینا، د افغانستان مرکزي بانک شتمني د افغانستان خلکو پورې تړاو لري.
نوموړي د پوښتنې په توګه زیاته کړې؛ چې د افغانستان سلګونه زره شهیدانو او ټپیانو غرامت باید له چا واخیستل شي؟
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خُرم لیکلي چې د افغانستان ارزي ذخیرې زموږ د پیسو پتوانه ده؛ نه د بشري مرستو او د دروغو د غرامت ورکول لپاره.
خُرم زیاته کړې؛ چې د بایډن فرمان کولی شي افغانستان په یو بې دولته او لوږې ځمکه بدلی کړي او اقتصاد یې نابود کړي؛ شاید بایډن همدا غواړي.
نوموړې څرګنده کړې؛ چې د طالبانو دنده ده تر څو په نه غوښتلي ډول د یادې فاجعې په رامنځته کېدو کې برخه وانه خلي او مخنیوی یې وکړي.
د پخواني حکومت له سقوط سره، شااوخوا ۹.۵ میلیارده ډالر د افغانستان ارزي شتمني کنګل شوې وه. جو بایډن اجرایي فرمان صادر کړی چې د مرکزي بانک ۷ میلیارده ډالر یې بشري مرستو او د سپټامبر ۱۱مې بریدونو خپلوانو ته ځانګړې کړې دي.