مجاهد: په پنجشیر او تخار کې هیڅ ډول پوځي پېښه نه ده شوې؛ دښمن ته به د منفي حرکت وخت ورنکړل شي

لخوا Aamaj News

په پنجشېر کې د تېرې شپې له نښتو وروسته د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد وويل چې په پنجشېر، تخار او نورو سيمو کې هیڅ ډول پوځي پېښه نه ده شوې.

هغه زیاتوي چې «باغي» کړۍ په ټولنیزو رسنیو کې داسې ادعاوې خپروي چې ریښتیا ندي.

مجاهد په یو ټویټ کي ليکلی: «هیڅوک دي اندېښنه ونه لري.»

هغه زياته کړې، په پنجشېر، تخار او نورو سيمو کې د طالبانو په زرګونه سمبال ځواکونه شتون لري او دښمن ته به د منفي حرکت وخت ور نه کړل شي.

دا په داسي حال کي ده چي  د مقاومت جبهې ادعا کړې چې په پنجشیر کې د تیرې شپې د نښتو په پایله کې یې د دغه ولایت ځینې برخې نیولي او تر ۲۰ زیات طالبان یې وژلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ