د موبي ګروپ رسنيزي ډلي مالک سعد محسني په ډیلي کې د ریسینه په غونډه کې وویل: “موږ د وضعیت د ښه کولو لپاره شپږ میاشتې وخت لرو; که نه نو، یا به طالبان واقعا ځپونکي شي، یا به کورنۍ جګړه شي.
ښاغلي محسني وروسته له دې ويلی و چې د طالبانو سیاست د ۱۹۹۰ لسیزې له نیمايي سره ډېر توپیر نه لري او ډېر وختي دی چي په دې اړه پرېکړه وشي چي آیا طالبان تغيير کړي او که یا، اوس ويلی چي د وضعیت د ښه کېدو لپاره شپږ میاشتې وخت شته.
نوموړی زیاته کړې چې په ډېر لنډ وخت کې به یا طالبان په حقیقت کې ۱۹۹۰ لسیزې ته ولاړ شي او یا به افغانستان د بېلابېلو ډلو تر منځ په یوه بله اوږده جګړه کې ښکېل شي.
سعد محسني د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ وروستیو تاوتریخوالو ته په اشارې سره وویل، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د دوی او پاکستان تر منځ واټن زیات شوی دی.
هغه د هند او افغانستان د اړیکو په نظر کی نیولو سره زیاته کړې: «فرمول ډېر ساده دی: افغان + کابل = له هند سره نږدې اړیکې، دا مهمه نه ده چې افغان څوک دی.»
د موبي رسنیز ګروپ خاوند زیاته کړې چې د افغانستان خلکو تل په دې باور دی چې له هند سره ځانګړې اړیکې لري.
محسني څرګنده کړې چې هند اوس افغانانو ته په آساني ویزې نه ورکوي او زیاته یې کړه: «زه نه پوهېږم چې ولې ټول افغانان بې ګناه مجازات کوي. دا یوه ډله ایزه سزا ده.»
د يادونې وړ ده، چې د تېر کال په اګست مياشت کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په زرګونو کسان له هېواده وتښتېدل او هند ته يې پناه يوړه، چې وروسته د هند حکومت هغو افغانانو ته د ويزو د تمديد اجازه ورکړه، چې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په دغه هېواد کې مېشت وو او هلته پاتې شوی وو.
ښاغلي محسني د هند له حکومته د طالبانو سره د تعامل غوښتونکی او ويلی: «زه پوهیږم چې له افغانستان سره د هند ستونزې شته; خو د ګډون نشتوالی زیاتره افغان ولس ته زیان رسوي.»