د پخواني حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار او د افغانستان تښتېدلې ولسمشر اشرف غني تت نږدې څېرې حمدالله محب له هوور بنسټ سره په یوه مرکه کې د طالبانو په د افغانستان د سقوط په اړه خبرې کړې دي.
په یاده مرکه کې حمدالله ممب ویلي؛ چې د سولې خبرو اترو د ملګري او دوښمن توپیر کم رنګه کړی و او د دوښمن په تعریف یې سیوری اچولی و. نوموړی زیاتوي؛ چې دا کړنه د دې لامل شوې وه چې سرتېري خپله روحیه له لاسه ورکړي. په حقیقت کې سرتېري نور نت پوهېدل چې له چا سره جګړه کوي.
محب څرګنده کړې؛ کله چې ګاونډي هېوادونه وپوهېدل چې افغانستان حکومت د خبرو اترو یوه برخه نه دی، هڅه یې ووړه ترڅو په مستقیم ډول له طالبانو سره اړیکه ونیسي او په پایله کې یې طالبانو ته مرستې ولېږلې.
د پخواني حکومت د ملي امنیت سلاکار ټینګار کړي، چې د افغانستان حکومت پوهېدو چې د سولې خبرې اترې د طالبانو په بریالیتوب پای ته رسي. خو له دې سره نوموړی وایي چې د امریکا دولت د افغانستان په وړاندې د خپل سیاست د بدلون مساله له موږ سره نه وه شریکه کړې.
همداشان حمدالله محب د طالبانو په وړاندې د پاکستان نامالومه موضع د سقوط له عواملو ګڼي. نوموړی زیاتوي: “له دې سره چې امریکایان پوهېدل چې پاکستان له طالبانو ملاتړ کړي، خو عملي اقدام یې ونه کړ.”
د افغانستان د سقوط یو بل عامل چې حمدالله محب ورڅخه د افغانستان د سقوط په توګه یادونه وکړه؛ د افغانستان حکومتوالۍ کې پراخ فساد و.
د اشرف غني حکومت د اګېسټ په ۱۵ مه په بشپړ ډول سقوط وکړ، په هماغه ورځ د افغانستان ولسمشر او څو وفاداره یاران یې له افغانستان څخه وتښتېدل او طالبان په کابل واکمن شول.