محب: خلیل زاد طالبان تر لاس ونیول او کابل ته یې راوستل؛ د غني وتل “سلنه په سلو” کې د افغانستان په ګټه و

لخوا Aamaj News

د افغانستان پخواني حکومت د ملي امنیت شورا مشاور، حمدالله محب له امریکا غږ سره په مرکه کې وایي چې د افغانستان تښتېدلي ولسمشر اشرف غني سره دې وروستۍ پرېکړې ته رسېدلي و، چې که جګړه کابل ته راورسېږي، غني او حکومت باید جګړه بایللې وګڼي. د نوموړي په وینا؛ کله چې طالبان د کابل دروازو ته راورسېدل، پرېکړه وشوه، چې غني باید کابل پرېږدي. نوموړي زیاته کړې؛ چې د غني د وتلو په اړه له امریکا سره هېڅ ډول مشوره نه وه شوې.

محب ویلي؛ چې له افغانستان څخه د غني د وتلو پرېکړه “سل په سلو” د افغانستان په ګټه وه.

محب په نیمایي ډول په افغانستان کې د رامنځته شوي حالت مسؤلیت؛ د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد باندې واچولو او ویې ویل چې” خلیلزاد طالبان تر لاس ونیول او کابل ته یې راوستل.”

خو له دې وړاندې خلیلزاد ویلي و؛ چې د افغانستان جمهوري دولت او طالبان باید دواړه د یاد هېواد د سولې خبرو اترو ناکامۍ کې ګرم و بلل شي.

له دې سره محب وویل؛ چې د افغانستان جمهوري دولت د سقوط د مسؤلیت بار د ټولو اړخونو پر اوږو دی.

محب په یاده مرکه کې وویل؛ چې هم د افغانستان استخباراتي چارواکو او هم د انریکا استخباراتو دا مالومات درلودل، چې د پاکستان د پوځي استخباراتو ” آی اس آی” د هدایت پر بنسټ، طالبانو پرېکړه کړې وه، تر څو کابل ته له رسېدو وروسته، ولسمشر غني “اعدام” کړي.

محب چې د کابل د سقوط په ورځ له خلیل حقاني سره په یو ځای کې د لیدلو هوکړه درلوده. خو د محب په وینا؛ وروسته له هغې چې یې د افغانستان لپاره د امریکا اوسني استازي، چې هغه وخت د خلیل زاد مرستیال و، تامس وست سره اړیکه ونیوله، پر طالبانو یې له بې باورۍ سره وویل: ” نه، مه ځی. باور نشته، شاید یوې کوټې ته مو بوځي او ومو وژني.”

اشرف غني او د محب په کډون د ارګ یو شمېر لوړپوړو چارواکي د ۲۰۲۱م کال د آګېسټ په ۱۵ مه، په هلیکوپټر الوتکو سره کابل پرېښود او ساعت وروسته طالب جنګالي کابل ته دننه شول.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ