اعتراض کوونکو د اکسفورډ په اتحادیه کې د حمدالله محب د وینا د لغوه کولو غوښتنه وکړه

لخوا Aamaj News

د اکسفورډ اتحادیې د افغان تښتېدلي ولسمشر، اشرف غني د ملي امنیت له سلاکار، حمدالله محب څخه غوښتي چي د روان کال د مې په ۱۱مه په دې اتحادیه کي وینا وکړي.

اوس یو شمېر زده کړیالانو، د پوهنتون استادانو او سیاسي او مدني فعالانو د یو انلاین لیک په امضا کولو سره د اکسفورډ له اتحادیې غوښتي چې د پخواني حکومت د ملي امنیت د سلاکار وینا لغوه کړي.

په دې لیک کې حمدالله محب «ملي خاین» بلل شوی او زیاته شوې چې دی د اکسفورډ د اتحادیې په څېر ځایونو کي د افغانستان استازیتوب کولو وړ نه دی، په تېره بیا په داسي حال کي چي هيڅ افغان څېړونکی د ځواب ویلو ته حاضر نه وي.

په لیک کې دا هم ویل شوي چې محب د حکومت د سقوط مسوول دی او باید په رسمي ډول د افغانستان له خلکو بښنه وغواړي؛ خو برعکس، هغه د وینا کولو په څېر کارونو سرته رسولو سره د ځان توجېه کولو هڅه کوي.

باید یادونه وشي چي د اکسفورډ اتحادیه په انګلستان کې یو له پخوانیو او خورا معتبر پوهنتوني اتحادیو څخه دی چې ځینې وختونه د وینا کولو لپاره د نړۍ نامتو شخصیتونو کوربه توب کوي.

د یادونې وړ ده چې حمدالله محب کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته له اشرف غني سره متحده عربي اماراتو ته وتښتېد.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ