د شمال جګړې په اړه د محقق غبرګون: د طالبانو له خوا د ملکي وګړو وحشیانه وژنه د بشریت ضد جنایت دی

لخوا Aamaj News

شمال ته په تېره بیا پنجشېر، اندراب او تخار ته د طالبانو له لښکرکشۍ وروسته، د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر، محمد محقق په یوه پیغام کې غبرګون ښودلی او ویلی: «طالبان په کومو بریدونو کې چې په پنجشېر او اندراب ولایتونو کې کړي دي یو شمېر ملکیان او ماشومان په بې رحمانه توګه وژلي دي، دا زما د ژور خفګان لامل شوی.»

ښاغلي محقق د پنجشېر او اندراب په جګړو کې د ملکي وګړو د وژل کېدو د غندلو ترڅنګ د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې.

له پراخو غبرګونونو سره سره، طالبان له جنوب څخه شمال ته د جنګیالیو د راټولولو لړۍ ته دوام ورکوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د جګړې شدت په زیاتیدو دی. خو کارپوهان د طالبانو دغه کړنه خطرناک او په هیواد کې د کورنۍ او قومي جګړې پیل بولي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ