د طالبانو لخوا د کور په کور پلټنو په وړاندې د غبرګونونو په دوام، د افغانستان اسلامي وحدت ګوند رهبر محمد محقق ویلي، چې د طالبانو دا کړنه پر خلکو د دوی بې باوري ښایي.
محقق یو پیغام کې لیکلي: “کور په کور پلټنې پر خلکو بې باوري او د ملت په حق کې ظلم او سپکاوی دی چې باید ژر تر ژره ودرول شي.”
د طالبانو لخوا کور په کور پلټنې د روانې اونۍ جمعې په ورځ کابل ښار او کاپیسا، پروان او پنجشیر ولایتونو کې پیل شوې. دغه پلټنو سخت غبرګونونه له ځان سره درلودل.
د عفوې نړیوال سازمان، د آلمان او بریتانیا سفارتونه او همداشان په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ د دغه پلټنو د ژر تر ژره درولو غوښتنه کړې.
د عفوې نړیوال سازمان ویلي؛ چې طالبان کورونو ته په دننه کېدو سره، د خلکو خصوصي حریم تر پښو لاندې کوي او شخصي توکي یې له مینځه وړي.
اروپایي ټولنې د طالبانو دا کړنه جنایت بللې.