د افغانستان خلکو د ملي وحدت ګوند رهبر محمد محقق وایي؛ په داسې حال کې چې طالبان ادعا لري چې د افغانستان هېڅ قوم په وړاندې قومي او مذهب دوهګونی چلند نه کړي او په کابل کې د هزارهګانو او تشیع شوراګانو هم له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړ؛ خو په بدل کې طالبانو د هزارهګانو او شیعه ضد دوهګوني چلندونه په لار اچولي.
نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “طالبانو په دې ورځو کې د پکتیا تندر قول اردو ۲ لوا څخه بامیانو ته ۱۵۰۰ ځواکونه لېږلي او په یکاولنګ، پنجاب او ورس ولسوالیو کې یې ضریتي ځواکونه مانورونه ترسره کوي او د خلکو ترمنځ وحشت رامنځته کوي؛ په داسې حال کې چې د بامیانو هزارهګانو تراوسه د طالبانو په وړاندې هېڅ کړنه نه ده ترسره کړې.”
محقق څرګنده کړې؛ چې د مالستان ولسوالي چې سلګونه کاله یې غزني ولایت پورې تړاو درلود او د اوبو، جغرافیایي تناسب او د ولایت مرکز ته د نږدې والي له امله یې آسانه لاسرسی درلود، له غزني ولایت بېله شوې او د طالبانو له لوري ډایکنډي ولایت پورې تړل شوې.
د ملي وحدت حزب رهبر زیاته کړې؛ چې طالبانو د شیعه خلکو شخصي وسلې چې د جهاد له مودې راپه دېخوا د کلیو ترمنځ د امنیت لپاره دوی ته ورکړل شوې او هېڅ حکومت او حزب پورې تړاو نه لري؛ ټولې کړې دي.
محمد محقق په وروستیو کې زیاته کړې: “طالبانو د جاغوري د حوتقول سیمې مشران بندي کړي تر څو مجبور شي چې خپلې ښې ځمکې چې د پښتون قوم رسنه کلي د خلکو د میل وړ دي، دوی ته وسپاري.