د افغانستان خلکو د اسلامي یوالي ګوند رهبر محمد محقق وایي چې طالبانو نن سهار د سمنګان ولایت په دره صوف کې دوه غیر پوځي کسان په ډزو ویشتلي.
د نوموړي په وینا “طالبانو دوه ځوانان د محمد او عوض په نوم چې د یوې کورنۍ غړي دي په ډزو ویشتلي او د دوه وژل شویو وروڼو کوچنی ورور د یادې پېښې د لیدو له امله عصبي شوک لیدلی او په کوما حالت کې دی.”
محقق زیاته کړې؛ چې د طالبانو په وړاندې د دوی جرم دادی، چې مشر ورور یې محمد په تېر حکومت کې پوځي و.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو عمومي عفوه اعلان کړې.