محقق: طالبانو په دایکندي او غور کې د ۱۷ کلیو اوسیدونکي په زوره کډه کړي دي

لخوا Aamaj News

د افغانستان د خلکو د اسلامي یووالي ګوند مشر، محمد محقق وايي، طالبانو په دایکندي او غور ولایتونو کې د ۱۷ کلیو اوسېدونکي په زوره کډه کړي دي.

له بلې خوا سرچينې وايي چې د ژمي موسم رارسېدلو او جبري کډوالۍ د کليو خلک له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

تر دې مخکې هم په غزني او تخار کې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې کوچیانو د طالبانو په ملاتړ د سیمې اوسیدونکي جبري کډي ته اړ کړي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ