محقق: داعش د انسان په بڼه کرونا ده

لخوا Aamaj News

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق وايي، د داعش ډله په انساني بڼه ده کرونا ده.

ښاغلي محقق نن (یکشنبه، غويي ۱۱مه) په یوه پیغام کې ویلي: «داعش په انساني بڼه کرونا ده، په غونډو کي په ځانګړې توګه د اختر، جمعې او د جماعت په لمونځونو کې احتياط وکړئ، د دغي ناوړي پدیدې تر له منځه تلو، غوره ده چې لمونځونه په کور کې ادا کړئ.»

ښاغلی محقق دا اندېښنه په داسې حال کې څرګندوي چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر شیعه ګانو ګڼ بریدونه شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو بريدونو ډېرى پړه داعش پر غاړه اخيستې ده.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د دغه هیواد په خاوره کي د ترهګرو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي; طالبانو تل د افغانستان په خاوره کې د داعش پر نه شتون ټینګار کړی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ