د هند لومړی وزیر: د کابل کارته پروان سمیه کې درمسال باندې له برید مو شوک ولید

لخوا Aamaj News

د هند لومړي وزیر نارندرا مودي کابل کې د سېکانو په عبادت ځای برید وغندلو او ویلي یې چې له یاد برید څخه یې شوک لیدلی.

مودي په یو ټوېټ کې لیکلي: «کابل کې د ګورودواره په وړاندې تروریستې برید شوکه کړم. زه دا وحشیانه برید غندم او د قربانیانو د روغتیا او سلامتیا لپاره دعا کړم.»

بل پلو په دهلي کې د سېکانو د ګورودواره مدیریت کمېټه له افغانستان څخه هند ته د اهل هندو د لېږدلو غوښتونکط شوې.

دا کميټه دې ته په اشارې سره چې له افغانستان څخه د سېکانو ټولنې له بهر کېدو هرکلی کړي، د هند له دولت یې وغوښتل چې له ټولو امکاناتو سره له سېکانو سره مرسته وکړي.

یادې کميټې ویلي: «موږ په افغانستان کې له هغه وروسته چې دا هېواد د طالبانو تر واک لاندې شو؛ د سېک ټولنې امنیت او خونديتوب ته په اندېښنه کې یو.»

د طالبانو د شمېر پر بسنټ، یاد برید کې ۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷ کسان نور ټپیان شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ