هندي رسنیو راپور ورکړی؛ چې د هند صدراعظم نریندرا مودي، د مرکزي آسیا د مشرانو په ګډون یوه مجازي ناسته کې، د افغانستان له وضعیت څخه خپله اندېښنه څرګنده کړې.
مودي د یادې مجازي ناستې په لړ کې د مرکزي آسیا مشرانو ته ویلي: “موږ ټول د افغانستان وضعیت ته په اندېښنه کې یو او دا مسأله د سیمي امنیت او ثبات لپاره د هند او مرکزي آسیا د همکاری ارزښت لا ډېروي.”
دا ناسته د قزاقستان، اُزبېکستان، تاجېکستان، ترکمنستان او قرغیزستان د ولسمشرانو او د هند صدراعظم تر منځ ترسره شوې ده.
مودي ټینګار کړی؛ چې د سیمې امنیت او ثبات لپاره د هند او مرکزي آسیا ګډې همکارۍ اړينې دي.